بایډن: ډاډ راکړل شوی و چې کابل به نه سقوط کېږي

د امریکا پخواني ولسمشر، جو بایډن، په خپلو تازه خپرو شویو خاطرو کې لیکلي چې پوځي او استخباراتي چارواکو ډاډ ورکړی و، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به کابل لږ تر لږه شپږ میاشتې د مخکیني حکومت تر واک لاندې پاتې شي؛ خو دا وړاندوینه سمه نه وه.
بایډن لیکلي چې کابل د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د امریکايي ځواکونو له وتلو څه باندې دوه اوونۍ مخکې، د اسلامي امارت لاس ته ولوېد.
نوموړي زیاته کړې چې د کابل هوايي ډګر د دروازو په ګډون، د امریکايي ځواکونو د امنیت په اړه هم ډاډ ورکړل شوی و، خو هغه ډاډ هم سم ثابت نه شو.
بایډن په خپل کتاب «امریکا، راسره ژمنه وکړه» کې نه دي روښانه کړي چې دغه ډاډونه چا ورکړي وو، خو ویلي یې دي چې که بیا هم په ورته حالت کې وای، همدا پرېکړه به یې کړې وای.

