د اسلامي امارت پلاوی د ایکو سرمشریزې لپاره ایران ته ځي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي تایید کړې چې د افغانستان یو پلاوی به د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د جلالي په وینا، د دغه پلاوي مشري به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر غاړه ولري.
ټاکل شوې د اقتصادي همکاریو سازمان اتلسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر په درېیمه او څلورمه نېټه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او چارواکو په ګډون جوړه شي.

