دایکندي روغتون کې ۱۲۰۳ لوی او کوچني عملیات ترسره شوي دي

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وايي، سږ کال د دایکندي په ولایتي روغتون کې ۱۲۰۳ لوی او کوچني جراحي عملیات ترسره شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ترسره شویو عملیاتو کې ۹۰۳ لوی او ۳۰۰ کوچني عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او تجربهلرونکو ډاکټرانو له لوري شوي دي.
وزارت زیاتوي چې په همدې موده کې ۸۴ زره او ۳۷۸ ناروغانو ته د سراپا او ۱۳ زره او ۴۸۹ نورو ته د بستر ناروغانو روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.

