آمو حوزه کې ۱۲ د نفتو څاګانې کیندل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د هېواد په شمال کې د آمو سیند د نفتو حوزې اړوند د «زمردسای» په سیمه کې ۱۲ د نفتو څاګانې تازه کیندل شوې دي.

د یاد وزارت ویاند مفتي همایون افغان په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې له دغو څاګانو څخه د پنځو د نفتو د استخراج ازمایښتي بهیر پیل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا مهال په نویو کیندل شویو څاګانو کې د خوندیتوب سیسټم چارې روانې دي او له بشپړېدو وروسته به د پاتې اوو څاګانو د استخراج بهیر هم پیل شي.

د هغه په وینا، له پنځو فعالو څاګانو څخه د ورځې شاوخوا ۵۰۰ ټنه نفت د استخراج وړتیا موجوده ده او تمه ده چې د ټولو ۱۲ څاګانو له فعالېدو سره به د ورځني استخراج کچه نوره هم لوړه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کړی چې دا پروژه به د کورني تولید د زیاتوالي، اقتصادي ودې او د انرژۍ د ځان‌بسیاینې په برخه کې مهم ګام وي.

دکمه بازگشت به بالا