ابو نصر فراهي بندر کې کمکیفیته بټرۍ مسترد شوې

د معیار او کیفیت اداره وایي، په ابو نصر فراهي بندر کې یې ۲۴.۶ ټنه بېکیفیته بټرۍ بېرته صادروونکي هېواد ته مسترد کړې دي.
د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، دا محموله د تخنیکي کارکوونکو له لوري د ودانیزو توکو د ارزونې پر مهال د معیارونو نهمطابقت له امله رد شوې ده.
اداره ټینګار کوي چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په شفاف او جدي ډول روان دی او د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوي کې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.
د یادې ادارې په وینا، تر دې مخکې هم ګڼ شمېر هغه توکي مسترد شوي چې له ملي معیارونو سره یې سمون نه درلود، او له سوداګرو غوښتنه شوې چې هېواد ته یوازې باکیفیته محصولات وارد کړي.
بلخوا، یو شمېر هېوادوال د دې اقدام هرکلی کوي او ټینګار کوي چې باید د بېکیفیته توکو د واردېدو او پلور مخنیوی نور هم جدي شي، څو د خلکو د ژوند خوندیتوب تضمین شي.

