اریانا افغان هوايي شرکت تېره میاشت ۳۸ زره مسافر لېږدولي

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د اریانا افغان هوايي شرکت د روان ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې له پیل څخه تر پایه د مسافر وړونکو او کارګو الوتنو له لارې ۳۸ زره او ۳۵۴ مسافر او ۶۷۳ ټنه سوداګریز توکي انتقال کړي دي.

د دې ادارې په وینا، په نړیوالو لارو کې ډهلي، اسلام‌اباد، دوبۍ، استانبول، انقره، جده او مسکو شامل دي، او په کورنیو لارو کې کابل، کندهار، هرات او مزارشریف ته الوتنې ترسره شوې دي. زیاتره سوداګریز انتقالات د ډهلي او دوبۍ پر لارو شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په یادو انتقالاتو کې ۴۰۵ ټنه صادرات او ۲۶۸ ټنه واردات شامل دي، چې په صادراتو کې وچه مېوه، اینجه (هېنګ)، زعفران او لاسي صنایع تر ټولو مهم اقلام بلل شوي دي.

د اریانا افغان هوايي شرکت وایي، دا لاسته راوړنه د عملیاتو د ظرفیت لوړوالی، تخنیکي چمتووالی او د هېواد د هوايي ترانسپورټ د بنسټیز پرمختګ څرګندونه کوي.

دکمه بازگشت به بالا