اسحاق ډار: پاکستان له افغانستان او سیمې سره همکارۍ پراخوي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، اسلاماباد هڅه کوي له افغانستان، چین، بنګلهدېش او نورو سیمهییزو هېوادونو سره درېاړخیزې او پراخې اقتصادي او سیاسي همکارۍ پیاوړې کړي.
نوموړي تېره شپه په لاهور ښار کې د جنوبي اسیا د حسابدارۍ فدراسیون (SAFA) کنفرانس ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه نور نهشي کولی په انزوا کې پاتې شي او اړتیا ده چې د ګډو ګټو لپاره نږدې همغږي رامنځته کړي.
اسحاق ډار ویلي، جنوبي اسیا د اقتصادي ظرفیتونو له پلوه مهمه سیمه ده او که هېوادونه په ګډه کار وکړي، نو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي ودې په برخو کې به سترې لاستهراوړنې ولري.
هغه همداراز د سیمې ثبات او همکاریو ته په اشارې ویلي، چې دوامداره امنیت او اقتصادي همکاري د ټولو هېوادونو په ګټه ده او کولی شي د خلکو د ژوند د ښهوالي او پرمختګ لپاره مهم فرصتونه برابر کړي.

