اسلاماباد کې د ایران او امریکا خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې

اسلاماباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې له شاوخوا ۲۱ ساعتونو وروسته بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې او دواړه پلاوي خپلو هېوادونو ته ستانه شول.
د راپورونو له مخې، اختلافات د خبرو د ناکامۍ اصلي لامل بلل کېږي. د امریکا پلاوي ایران تورن کړی چې له خپل اټومي پروګرامه نه تېرېږي، خو تهران دا تورونه رد کړي دي.
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي امریکا پر «زیاتو او غیرقانوني غوښتنو» تورنه کړې او ټینګار یې کړی چې تهران به د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له ډیپلوماسۍ کار اخلي.
شنونکي باور لري، د امریکا فشارونه او یو اړخیز دریځونه د خبرو د ناکامۍ مهم لامل دي.

