اسلامي امارت پر مولانا ادریس برید په کلکو ټکو غندلی

د افغانستان اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې پر مولانا ادریس برید غندلی او دا یې د علماوو پر وړاندې یو ناوړه او غیراسلامي اقدام بللی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د دیني علماوو هدف ګرځول د اسلام او د علماوو د دښمنانو کار دی او دا ډول کړنې د ټولنې د ثبات او امنیت لپاره جدي ګواښ جوړوي.
اسلامي امارت د پېښې په اړه د ژورې خواشینۍ ترڅنګ د مولانا ادریس له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

