اسلام‌کلا بندر کې ۲۶ ټنه بې‌کیفیته ایزوګام مسترد شو

د اسلامي امارت د معیار او کیفیت اداره وایي، د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه په اسلام‌کلا بندر کې د ۲۶ ټنه ۷۷۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته ایزوګام د واردېدو مخه نیول شوې ده.

د ادارې په وینا، دغه ایزوګام له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او له هر اړخیزې څېړنې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوی دی.

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په منظمه، شفافه او پرېکنده توګه روانه ده او ټولنې ته د زیان رسوونکو توکو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي چې داخلي معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي او د یو باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل دیني او ملي مسوولیت ادا کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو بندرونو کې ګڼ بې‌کیفیته توکي مسترد شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا