اسلامکلا بندر کې ۴۰ ټنه بېکیفیته اوسپنه مسترد شوه

د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه یې ۴۰ ټنه بېکیفیته نبشي اوسپنه له اسلامکلا بندره بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولې ده.
یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نبشي ډوله اوسپنه له کورنیو معیارونو سره برابره نه وه او له هر اړخیزې ارزونې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادره شوې ده.
اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په منظم او جدي ډول روان دی او هېواد ته د زیان رسوونکو توکو د واردېدو مخه به بې له نرمښت نیول کېږي.
همداراز له ټولو سوداګرو غوښتنه شوې چې کورني معیارونه په جدي توګه مراعات کړي او د باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم له همدې بندره شاوخوا ۲۶ ټنه بېکیفیته ایزوګام بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځول شوی و.

