افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان د سوداګرۍ اسانتیاو هوکړه کړې

صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د «منځنۍ اسیا نړیوال صنعتي نندارتون» په څنډه کې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ له وزیر لذیز قدرتوف او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له مرستیال اسکندر اسیلکولوف سره لیدلي دي.
یاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې درې واړو لورو د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو، په ځانګړي ډول د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد پر موضوع هر اړخیز بحث او نظرونه تبادله کړي دي.
په پای کې د ګډ کاري ګروپ پر جوړېدو هوکړه شوې، څو د ټرانزیټ، سوداګرۍ او صادراتو برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي. همداراز د افغانستان غړیتوب په دغه نړیوال نندارتون کې هم تایید شوی دی.

