افغانستان او اذربایجان د انرژۍ هوکړه کړې

افغان او اذربایجاني چارواکو د نفت او ګازو په برخه کې د ګډو پروژو پلي کولو او تخنیکي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.

د دولتي نفت او ګازو شرکت وایي، دا هوکړه د افغان پلاوي او د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال انار اخندوف ترمنځ په لیدنه کې شوې ده.

په دې ناسته کې د انرژۍ سکتور کې د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې فرصتونو ارزونه او د همکاریو پیاوړتیا تر بحث لاندې نیول شوې ده.

چارواکي ټینګار کوي، دا ګام به سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا او اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.

دکمه بازگشت به بالا