افغانستان او بریټانیا د کډوالو پر ستنولو خبرې کړې

د کورنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او بریټانیا ترمنځ د هغو افغان پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې شوې، چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
د وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دا خبرې یوازې ټلېفوني نه دي، بلکې کابل کې مخامخ ناستې هم شوې دي.
بلخوا، د بریټانیا د کورنیو چارو وزیرې شابانه محمود ویلي، نه شي تاییدولی او نه هم ردولی چې په دې تړاو کومه هوکړه روانه ده.
ورته مهال، اسلامي امارت له اروپايي ټولنې سره هم د غیرقانوني افغانانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې پیل کړې او تمه ده یو پلاوی ژر بروکسل ته سفر وکړي.

