افغانستان او روسیه د روغتیايي همکاریو خبرې کړې

د روسیې سفیر دېمیتري ژېرنوف او ورسره مل پلاوي په کتنه کې له عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي سره د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغان متخصصینو د روزنې او ظرفیت لوړولو، د تجربو شریکولو لپاره روسیې ته د افغان پلاوي د لېږلو، افغانستان ته د مناسب قیمت باکیفیته درملو د واردولو او د درملو تولید برخه کې د روسي پانګوالو د پانګونې پر موضوعاتو بحث شوی دی.

دواړو لوریو ټینګار کړی چې د روغتیايي سکتور په پیاوړتیا کې ګډې هڅې کولی شي د خلکو اړتیاوو ته د ښه رسېدنې زمینه برابره کړي او دوه‌اړخیزې اړیکې لا پراخې کړي.

دکمه بازگشت به بالا