افغانستان غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې لېږلي

د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلامي امارت له لوري د فلسطین د غزې ولس ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې د مصر د رفح بندر له لارې لېږل شوې دي، چې پر ۲۲ زره کورنیو به ووېشل شي.
د وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، دغه مرستې د نږدې ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت دي او په ۴۲ لاریو کې انتقال شوې دي.
د هغه په وینا، په دې مرستو کې خوراکي توکي، البسې او نور اړین مواد شامل دي.
وزارت ټینګار کړی چې د دغو مرستو ترڅنګ یې یو ځل بیا د فلسطین قضیې د عادلانه حل غوښتنه کړې او د فلسطیني ولس د حقه حقونو پر تأمین یې ټینګار کړی دی.

