افغان الاصله رابعه نسیمي د لندن سیمهییزو ټاکنو کې بریالۍ شوه

افغان الاصله مېرمن رابعه نسیمي د بریټانیا د کارګر ګوند له لوري د لندن په لوېدیځ کې د «ایسټ اکتون» سیمهییزې شورا ټاکنو کې بریا ترلاسه کړې ده.
د راپورونو له مخې، نوموړې د کارګر ګوند د درېیو بریالیو نوماندانو ترمنځ دویم مقام خپل کړی او د سیمهییزې شورا غړې په توګه ټاکل شوې ده.
رابعه نسیمي په ۱۹۹۹ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه بریټانیا ته کډه شوې وه او وروسته یې د ټولنپوهنې په برخه کې لوړې زدهکړې ترسره کړې دي.
نوموړې تر دوکتورا پورې زدهکړې کړې او په ټولنیزو او مدني فعالیتونو کې یې هم فعاله ونډه لرلې ده.
شنونکي وایي، د بهرنیو هېوادونو په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې د افغان کډوالو حضور د افغانانو د وړتیاوو او پرمختګ ښکارندویي کوي، او کولی شي د افغان کډوالو د مثبت رول په پیاوړتیا کې اغېزمن تمام شي.

