افغان لوبډله څلور اړخیزو سیالیو کې برخه اخلي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د هېواد ملي لوبډله به د مالدیف په کوربهتوب په څلور اړخیزو سیالیو کې ګډون وکړي.
د فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د مالدیف او پاکستان ملي لوبډلې او د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو لوبډله برخه اخلي، چې موخه یې د لوبډلو تخنیکي چمتووالی او سیالیزه تجربه پیاوړې کول دي.
دغه سیالۍ به د راتلونکې جون میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر لسمې نېټې پورې دوام وکړي، چې پکې به ګډونوالې لوبډلې یو له بل سره سیالۍ ترسره کړي.
د فدراسیون په وینا، په دې ټورنمنټ کې ګډون د ملي لوبډلې لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي، څو د نړیوالو سیالیو لپاره خپل چمتووالی لوړ او د لوبغاړو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي.

