افغان وګړی په امریکا کې محکمې ته وړاندې شو

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې یو افغان وګړی په امریکا کې د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید په تړاو محکمې ته وړاندې شوی دی.

پر محمد شریف‌الله، چې په «جعفر» هم پېژندل کېږي، تور لګول شوی چې د داعش ډلې ته یې مالي او لوجستیکي ملاتړ برابر کړی و، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

رسنیو ویلي، که محمد شریف‌الله مجرم وپېژندل شي، د عمر قید له سزا سره مخ کېدای شي.

دکمه بازگشت به بالا