اقتصادي معاونیت: ۴۸ د پانګونې طرحې منظورې شوې

د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د پانګونې بینالوزراتي کمیټې د برېښنا، زیربنا، کرنې، ترانسپورت او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ۴۸ طرحې څېړلي دي.
د دغه معاونیت په وینا، یادې طرحې د اقتصادي کمیسیون له لوري تر ارزونې وروسته د اسلامي امارت د رهبر له خوا منظور شوې دي.
مسوولین زیاتوي چې دغه پروژې په بېلابېلو ولایتونو کې عملي کېږي او ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانۍ اټکل شوی دی.
اقتصادي معاونیت وایي، د دې پروژو په تطبیق سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او همداراز به د هېواد دننه تولیدي او ودانیزو توکو ته بازار وموندل شي.

