امارات: که ډالر کم شي، نفت به په یوان وپلورو

متحده عربي اماراتو واشنګټن ته خبرداری ورکړی، که د نفتو معاملو لپاره کافي امریکايي ډالر ورسره ونه ساتل شي، اړ به شي خپل نفت په چینايي یوان وپلوري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوال بازارونه د اسعارو بدلون او د انرژۍ معاملاتو سیاسي اغېزو له امله له بدلونونو سره مخ دي.
کارپوهان وایي، دا ګام د انرژۍ نړیوال بازار کې د اسعارو سیالي نوره هم پیاوړې کوي او هېوادونه هڅه کوي د بدیلو لارو له لارې خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي.

