امریکا: د لبنان او اسراییلو استازي بیا خبرو ته سره کېني

امریکا تایید کړې چې د لبنان او اسراییلو استازي به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا د خبرو لپاره سره کېني.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دواړو هېوادونو سفیران به په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې مخامخ خبرې وکړي.

د راپور له مخې، د دغو خبرو لومړی پړاو تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په کوربه‌توب ترسره شوی و، چې له لسیزو وروسته لومړۍ مخامخ لیدنه بلل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، واشنګټن به د دواړو لورو ترمنځ د حسن نیت پر بنسټ د مستقیمو خبرو د اسانتیا لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د لبنان او اسراییلو ترمنځ لس ورځنی اوربند لا هم دوام لري.

دکمه بازگشت به بالا