امریکا له وینزویلا پاتې لوړ غني شوي یورانیم ایستلي

د امریکا د انرژۍ وزارت اړوند د ملي اټومي امنیت ادارې (NNSA) اعلان کړی، چې له وینزویلا څخه یې ټول پاتې لوړ غني شوي یورانیم ایستلي او امریکا ته یې لېږدولي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۳.۵ کیلوګرامه لوړ غني شوي یورانیم د وینزویلا له یوه پخواني څېړنیز اټومي ریکټور څخه راایستل شوي، چې د سمندر او ځمکې له لارې امریکا ته انتقال شوي دي.

راپورونه وایي، دغه عملیات د امریکا، بریټانیا، وینزویلا او د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې (IAEA) په همغږۍ او ګډې همکارۍ ترسره شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي، دا اقدام د اټومي وسلو د خپرېدو او د اټومي «ترهګرۍ» د احتمالي ګواښونو د کمولو لپاره مهم بلل کېږي، او موخه یې د نړۍ د امنیت پیاوړتیا ده.

ویل شوي، یاد یورانیم د امریکا د «ساوانا ریور» ځانګړي مرکز ته لېږدول شوی، څو هلته تر پروسس وروسته بېرته د سوله‌ییزو او علمي موخو لپاره ترې استفاده وشي.

دکمه بازگشت به بالا