امریکا کې دوه پوځي جټ الوتکې ټکر او لوېدلې دي

د راپورونو له مخې، د امریکا بحري ځواکونو منلې چې د «مانتین هوم» پوځي اډې ته نږدې د هوایي نندارې پر مهال دوه پوځي جټ الوتکې له یو بل سره ټکر او لوېدلې دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دواړو الوتکو څلور پیلوټان له ټکر وروسته په خوندي ډول وتلي او ژغورل شوي دي.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د «EA-18G» ډوله جټ الوتکې په هوا کې سره لګېږي، پیلوټان ترې وځي او الوتکې له ځمکې سره تر ټکر وروسته اور اخلي.

د «مانتین هوم» پوځي اډې ویاند ویلي، پېښه تر څېړنې لاندې ده او بشپړ جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

د معلوماتو له مخې، له پېښې وروسته پوځي اډه په موقتي ډول تړل شوې ده.

ویل کېږي، دا د «ګان‌فایټر اسکایز» هوایي نندارې لومړنۍ رسمي ننداره وه چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې بېرته ترسره کېده.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید