اندونیزیا کې د اورګاډو ټکر پنځه کسان وژلي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته نږدې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او ۷۹ نور ټپیان دي.
راپورونه وایي، پېښه د دوشنبې په ماښام رامنځته شوې او د ژغورنې عملیات تر سهشنبې سهار پورې روان وو، په داسې حال کې چې یو شمېر مسافر لا هم په ویجاړو ډبو کې بند پاتې وو.
د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې مشر محمد شفیع ویلي، د محدود ځای او د ډبو د سخت زیان له امله د ژغورنې بهیر له ستونزو سره مخ دی.
دغه ټکر د جاکارتا–سیکارانګ پر کرښه د ښاري اورګاډي او د «ارګو برومو انګریک» په نوم د اوږد واټن اورګاډي ترمنځ رامنځته شوی، چې د جاکارتا او سورابایا ترمنځ مهم او نسبتاً چټک خدمت بلل کېږي.
اندونیزیا کې د اورګاډو ورته پېښې مخکې هم شوې دي؛ په ۲۰۱۰ کې په مرکزي جاوا کې د دوو اورګاډو ټکر ۳۶ کسان وژلي او په ۲۰۱۵ کې په لوېدیځ جاوا کې د اورګاډي او بس ټکر ۱۸ کسانو ژوند اخیستی و.

