اوزبیکستان افغانستان ته ۴۰ ټنه کرنیز تخمونه ورکړل

د بلخ ځایي مسوولینو ویلي، چې د اوزبیکستان له لوري د ۴۰ مټریک ټنه اصلاحشویو کرنیزو تخمونو مرسته افغانستان ته رارسېدلې ده.
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په وینا، په دغو تخمونو کې د پنبې، وریجو او بېلابېلو سبزیجاتو تخمونه شامل دي، چې د حیرتان بندر له لارې هېواد ته انتقال شوي دي.
مسوولین وایي، له ټاکلو پړاوونو وروسته به یاد تخمونه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو بزګرانو ته ووېشل شي، څو د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د کښت د کیفیت په ښهوالي کې مرسته وکړي.
د کرنې وزارت هم ډاډ ورکړی، چې د اصلاحشویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ دوام لري، څو د بزګرانو ملاتړ او د بدیل کښت پراختیا پیاوړې شي.

