اوچا: هر ماشوم د خوندي زده‌کړو حق لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (اوچا) سرپرست تاج‌الدین اویوالي وایي، هر ماشوم حق لري چې د زده‌کړې لپاره خوندي چاپېریال ولري او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره لازم وسایل ترلاسه کړي.

نوموړي پر اېکس لیکلي چې د ماشومانو پر زده‌کړو پانګونه نه یوازې د هغوی فردي راتلونکی روښانه کوي، بلکې د ټولنې د پرمختګ لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.

د هغه په وینا، یونیسف او شریکو بنسټونو په افغانستان کې شاوخوا ۴ میلیونه ماشومانو ته د زده‌کړو اړین مواد برابر کړي او همداراز یې ۲۳۲ دولتي ښوونځي رغولي دي، څو ماشومانو ته د زده‌کړې او ودې لپاره مناسب او خوندي چاپېریال رامنځته شي.

اوچا ټینګار کوي چې د زده‌کړو د فرصتونو پراختیا د ماشومانو د ساتنې، د ټولنیز ثبات د پیاوړتیا او د هېواد د راتلونکي د جوړولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا