اڅکزی: د پاکستان حکومت هېواد کورنۍ شخړې ته بیایي

د پاکستان د اپوزیسیون یو مخکښ مشر، محمودخان اڅکزی، پر حکومت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې حاکم نظام په لوی لاس هېواد د یوې خطرناکې کورنۍ شخړې پر لور بیایي.

اڅکزي په یوه خبري غونډه کې وویل، اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او حکومت پر سیاسي او اقتصادي سرچینو بشپړ کنټرول ټینګ کړی، په داسې حال کې چې سیاسي او ټولنیزو راټولېدنو ته اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پښتنو او بلوڅو لپاره هغه اقتصادي فرصتونه هم له منځه تللي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ له لارې برابرېدل، او دا کار د سیمې پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه چې حکومت د خلکو اساسي حقونه محدود کړي او سیاسي فضا یې تنګه کړې، چې دا چاره کولای شي د بې‌ثباتۍ لامل شي.

اڅکزي همداراز پر حکومت نیوکه وکړه چې له هند سره یې درې ځله جګړې کړې، خو بیا هم د سوداګرۍ لارې تړلې نه دي، په داسې حال کې چې له افغانستان سره یې اقتصادي اړیکې محدودې کړې دي.

دکمه بازگشت به بالا