ایران: اسلامآباد ته د امریکايي پلاوي سفر د واشنګټن خپله موضوع ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، اسلامآباد ته د امریکايي پلاوي سفر د امریکا خپله موضوع ده او له ایران سره تړاو نه لري.
بقايي د تسنیم خبري اژانس ته ویلي، د واشنګټن پرلهپسې سرغړونو له امله تهران پر امریکا باور نه لري او په هر ډول مذاکراتو کې یې بنسټیز دریځ د باور نه شتون دی.
نوموړي ټینګار کړی، د ایران لپاره هره ممکنه هوکړه باید له عملي تضمینونو سره مل وي، ځکه پخوانیو تجربو د اعتماد فضا زیانمنه کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اسلامآباد په کوربهتوب د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو بې پایلې پای ته رسېدلی او دواړه لوري یو بل د ژمنو په نه پوره کولو تورنوي.

