ایران: د امریکا له لوري د کښتۍ نیول سمندري غلا ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د «توسکا» په نوم د یوې ایراني کښتۍ نیول غیرقانوني او وحشیانه عمل بللی او په کلکه یې غندلی دی.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا اقدام چې د کښتۍ د عملې او د هغوی د کورنیو د وېرې او ګواښ لامل شوی، سمندري غلا او ترهګریز عمل ګڼل کېږي او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی.

په خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو، د امنیت شورا او د سمندري چارو له نړیوالو ادارو غوښتنه شوې چې دې پېښې ته جدي پام وکړي او مناسب غبرګون وښيي.

دکمه بازگشت به بالا