ایران: د هرمز تنګي امنیت وړیا نه دی

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف وایي، هرمز تنګي امنیت وړیا نه دی او د تېلو نړیوالې بیې به پر ایران او متحدینو د اقتصادي او پوځي فشارونو تر پای پورې تړلې پاتې شي.

نوموړي ویلي، دا د منلو وړ نه ده چې پر ایران دې د تېلو صادرات محدود وي، خو د نورو هېوادونو لپاره دې هرمز تنګی خوندي پاتې شي.

د هغه په وینا، یا به د تېلو بازار د ټولو لپاره ازاد وي، او یا به ټول د لوړو لګښتونو بار پر غاړه واخلي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د ایران د پوځ مرکزي قرارګاه «خاتم‌الانبیا» د یوې ایراني کښتۍ د نیولو په غبرګون کې د هرمز تنګي د تړل کېدو خبرداری ورکړی و.

دکمه بازگشت به بالا