ایران: له امریکا سره د خبرو اترو لپاره بېړه نه لرو

د ایران رسنیو د سپاه پاسدارانو په حواله ویلي، چې تر هغه چې امریکا یوې معقولې هوکړې ته ونه رسېږي، د هرمز تنګي په وضعیت کې به هېڅ بدلون رانه شي.

د سپاه پاسدارانو اړوند تسنیم خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي چې ایران د خبرو اترو لپاره بېړه نه لري.

سرچینې زیاته کړې چې د احتمالي خبرو اترو د راتلونکي پړاو لپاره تر اوسه هېڅ وخت او ځای نه دی ټاکل شوی.

بل لور ته، د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو له بې‌پایلې کېدو وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه دې اوربند ته ژمن پاتې شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په اسلام‌اباد کې د خبرو وروستی پړاو پرته له کومې هوکړې پای ته رسېدلی او د امریکا د ولسمشر مرستیال له سیمې وتلی دی.

راپورونه ښيي، د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند لا هم له ګواښ سره مخ دی او د اټومي موضوعاتو، سیمه‌ییز امنیت او د هرمز تنګي د کښتیو د تګ راتګ په اړه ترینګلتیا دوام لري.

دکمه بازگشت به بالا