ایران له پنځو عربي هېوادونو د غرامت غوښتنه کړې

ایران له امریکا وروسته له پنځو عربي هېوادونو څخه هم د جګړې د زیانونو د جبران غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي احمد سعید ایرواني د دې سازمان سرمنشي ته په لیک کې ویلي، بحرین، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات او اردن باید ایران ته غرامت ورکړي.
ایران ادعا کړې، یاد هېوادونه د امریکا او اسراییلو په ملاتړ د دې هېواد پر ضد جګړه کې ښکېل وو او د نړیوالو قوانینو سرغړونه یې کړې ده.
ایرواني ټینګار کړی، یاد هېوادونه باید د خپلو کړنو له امله د ټولو مادي او معنوي زیانونو بشپړ جبران وکړي.
تر اوسه دغو عربي هېوادونو د ایران دې غوښتنې ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

