ایمل ولي خان: پښتانه د پنجاب غلامي نه مني

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې پر پنجاب سختې نیوکې کړې او د «غلام ابن غلام ابن غلام» خطاب یې ورته کارولی دی.

نوموړي تېره ورځ (دوشنبه، د مې ۴مه) په یوه وینا کې ویلي چې پښتانه د پنجاب غلامي نه مني او د خپلو حقونو لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي.

ایمل ولي خان زیاته کړې چې اصلي مسئله د واک او اختیار ده، او د هغه په وینا د پښتنو پر طبیعي سرچینو د نورو واکمني د منلو وړ نه ده.

هغه ټینګار کړی چې پښتانه غواړي پر خپلو شتمنیو او سرچینو خپل حق ترلاسه کړي او د برابر ورور په توګه وپېژندل شي.

دکمه بازگشت به بالا