بادغیس کې درې کسان د پېستو ونو د پرېکولو په تور نیول شوي

د بادغیس امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د سنګآتش ولسوالۍ اړوند یوه ځنګلي سیمه کې درې کسان د پېستو ونو د پرېکولو په تور نیول شوي دي.
د رسنیو دفتر ویلي، د ځنګلونو ساتنې شنې قطعې امنیتي ځواکونو د سهار عملیاتو پر مهال یاد کسان ونیول، چې په ناقانونه ډول یې د پېستو ونې پرې کولې.
چارواکي زیاتوي، د نیول شویو کسانو قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې، څو د قانون له مخې پرېکړه وشي.

