بادغیس کې ږلۍ او سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي

د بادغیس په څو ولسوالیو کې د ږلۍ ورښت او سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
د ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، دا زیانونه په مقر، دریبوم، سنګاتش، جوند، قادس، غورماچ او ابکمري ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د دغو طبیعي پېښو له امله شاوخوا ۳۰ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
چارواکي زیاتوي، د زیانونو د ارزونې او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي.

