بادغیس کې ۵۰ کلنه دښمني پای ته رسېدلې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت وايي، د بادغیس ابکمري ولسوالۍ کې د څو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر نږدې پنځوس کلنه دښمني پای ته رسېدلې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ورته شخړې د کاپیسا حصهاول کوهستان او بلخ چهاربولک ولسوالیو کې هم هوارې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، یادې ستونزې د ځايي مسوولانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په سولهییز ډول حل شوې دي.

