بامیان کې د کتابونو نندارتون؛ مطالعه د هېواد راتلونکې لپاره مهمه بلل شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په بامیان ولایت کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه نندارتون کې شاوخوا څلور زره جلده کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

مسوولینو ویلي، د دې نندارتون موخه د کتاب‌لوستنې فرهنګ پیاوړی کول او د مطالعې دود پراخول دي.

یو ګډونوال چې خپل خطي هنري آثار یې هم نندارې ته وړاندې کړي وو، دغه ډول نندارتونونه مهم بللي او ویلي یې دي چې دا فعالیتونه د ټولنې د فکري ودې او د مطالعې د فرهنګ په پراختیا کې اغېزمن رول لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز ویلي، په مراسمو کې ځايي مسوولینو ځوانان مطالعې ته هڅولي او د کتاب مینه یې د هېواد له راتلونکي سره تړلې بللې ده.

مسوولینو اندېښنه ښودلې چې په اوسنۍ زمانه کې د کتاب پر ځای د مبایل او ټولنیزو شبکو کارول زیات شوي، او ټینګار یې کړی چې ټولنه باید بېرته د مطالعې دود ته وګرځي.

دکمه بازگشت به بالا