بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وایي، پرون د دې ولایت د یاوان ولسوالۍ په اشول سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو «خلجي» ډوله موټر له سړکه ووت او چپه شو.
د ټپي شوي کس د روغتیايي وضعیت په اړه لا نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې د پېښې ځای ته سیمهییزې امنیتي او روغتیايي ډلې رسېدلې دي.

