بدخشان کې ۱۵۰ ښځو ته د شاتو مچۍ وېشل شوې

د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې د ارګو، درایم، خاش او کشم ولسوالیو کې د شاتو مچیو د وېش پروژه پلي شوې او له لارې یې ۱۵۰ ښځې برخمنې شوې دي.
د یاد ریاست په وینا، دغه پروژه د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کوکنارو د کښت پر ځای د بدیل معیشت برابرولو په موخه عملي شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې ۱۵۰ ښځې په لس کسیزو ډلو کې تنظیم شوې او په ټولیز ډول ۸۰ بکسونه د شاتو مچۍ ورباندې وېشل شوي دي، څو وکولای شي د شاتو تولید له لارې عاید ترلاسه کړي.
چارواکي زیاتوي چې دغه نوښت نه یوازې د کورنیو اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې د سیمې کرنیز سکتور ته هم وده ورکوي او د مخدره موادو د کښت د کموالي لپاره عملي بدیل برابروي.
دا پروژه د افغان ایډ په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په مالي ملاتړ پلي شوې، چې هدف یې د دوامدارو معیشتي فرصتونو رامنځته کول او د کلیوالي ښځو ملاتړ بلل کېږي.

