برلین کې د افغانستان د سولې په اړه ملي ناسته ترسره شوه

په برلین کې د ملي مرکې دویمه ناسته د افغانستان د سولې کمېټې په کوربتوب د «برلین افغان ډیاسپورا سره نښلوي» تر سرلیک لاندې ترسره شوه، چې پکې د هېواد علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو شاوخوا ۷۰ کسانو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د ملي ډیالوګ، ټولنیز عدالت او د زغم فرهنګ پر درېیو مهمو محورونو بحث وشو او دا موضوعات د افغانستان له اوسنیو اساسي اړتیاوو څخه وبلل شول.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې دوامداره سوله له عدالت او متقابل تفاهم پرته ناشونې ده او د ستونزو د حل لپاره باید ملي خبرې او ګډ تفاهم ته لومړیتوب ورکړل شي.

