بغلان کې د جومات پر لمونځ کوونکو برید؛ ۴ کسان وژل شوي

د بغلان امنیتي مسوولینو خبر ورکړی چې د دې ولایت د خنجان ولسوالۍ په یوه جومات کې د وسله‌وال برید له امله څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د پولیسو قوماندانۍ ویلي، دا پېښه د دوشنبې په ماښام د ماښام لمانځه پر مهال رامنځته شوې، چې وسله‌والو پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.

د قوماندانۍ په وینا، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا پېښه د کورنۍ شخړې او دښمنۍ پایله ده.

امنیتي مسوولینو همداراز ویلي، له پېښې وروسته دوه شکمن کسان نیول شوي او د موضوع په اړه نورې پلټنې روانې دي.

ځايي مسوولین زیاتوي، په ځینو سیمو کې شخصي او کورنۍ شخړې لا هم د تاوتریخوالي د پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا