بغلان کې د دوو کورنیو دوه کلنه شخړه حل شوه

د بغلان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنه شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هڅو حل شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، دا لانجه د برکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې وه چې پکې یو کس وژل شوی و.
چارواکي وایي، سیمهییزو مسوولینو، قومي مشرانو او علماوو په ګډو هڅو د دواړو لورو ترمنځ سوله رامنځته کړې او د احتمالي نښتو مخه یې نیولې ده.
له دې وړاندې هم په کونړ کې د ۷۵ کلنې دښمنۍ د پای ته رسېدو خبر ورکړل شوی و، چې پکې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.
مسوولین ټینګار کوي چې په هېواد کې د اوږدمهالو قومي شخړو د حل لپاره هڅې پراخې شوې دي.

