بلخ کې د امنیتي حوزو د مسوولینو ګډه ناسته شوې

د بلخ ولایت په مقام کې د دې ولایت د والي محمد یوسف وفا په مشرۍ، د امنیه قوماندان عبدالرازق راشد او د استخباراتو رئیس په ګډون د ۱۲ امنیتي حوزو امنیتي او استخباراتي مسوولینو ګډه ناسته ترسره شوې ده.
په دې ناسته کې د ولسي امنیت، د غلاوو او جنايي پېښو د مخنیوي، خلکو ته د خدمت پر مهال د غفلت نه کولو، ښې حکومتولۍ او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د بلخ والي محمد یوسف وفا ویلي، امنیتي ځواکونه د ولس په خدمت کې دي، د خلکو امنیت یې خوندي کړی، د غلاوو او جنايي پېښو مخه یې نیولې او شپه او ورځ ګزمې ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت تر ټولو لویه لاسته راوړنه ولس ته امنیت، اتفاق، اتحاد او شرعي نظام راوستل دي، او ټینګار یې کړی چې په دندو کې باید هېڅ ډول غفلت ونه شي، ځکه هدف ګډ دی او نظام د ټولو دی.
ویل شوي، د ټولو امنیتي حوزو مسوولینو د غلاوو او جنايي پېښو د مخنیوي په برخه کې د لا قوي امنیتي اقداماتو ډاډ څرګند کړی دی.

