بلخ کې د برېښنا درېیو مهمو پروژو پرانېستغونډه کېږي

په بلخ ولایت کې ټاکل شوې چې د برېښنا اړوند دوو بنسټیزو پروژو د ګټې اخیستنې او د یوې نوې پروژې د چارو د پیل پرانېستغونډه په نږدې شېبو کې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، دا پروژې د برېښنا د پراختیا او د خلکو د انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو په موخه پلي کېږي، چې ورسره به په سیمه کې د برېښنا وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي.
مسوولین وایي، د دې پروژو پلي کېدل به نه یوازې د برېښنا رسونې کچه لوړه کړي، بلکې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د خلکو د ژوند د اسانتیاوو په برابرولو کې به هم مهم رول ولوبوي.

