بلوچستان کې درې کان‌کارګر تښتول شوي

ناپېژاندو وسله‌والو د بلوچستان ایالت د هرنايي ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له یوه کان څخه درې کارګر تښتولي دي.

د معلوماتو له مخې، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په سیمه کې د کان‌کیندنې فعالیتونه دوام لري او کارګران د خپلو ورځنیو چارو پر مهال له دغه وضعیت سره مخ شوي دي.

د پاکستان د کارګرو فدراسیون د بلوچستان څانګې سرمنشي پیر محمد کاکړ ویلي، تر دې وړاندې هم د اپرېل پر ۲۵مه نېټه له همدې سیمې څخه څلور نور کارګران تښتول شوي وو، چې دا ډول پېښې په سیمه کې د ناامنۍ دوام ښيي.

د هغه په وینا، دا ډول پېښې ډېری وخت د باج اخیستنې له امله ترسره کېږي، وسله‌وال له کان‌چلونکو یا ټېکه‌دارانو د پیسو غوښتنه کوي او که غوښتنې یې پوره نه شي، کارګران تښتوي.

سرچینې زیاتوي، په تښتول شویو کسانو کې د ځايي اوسېدونکو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د شانګلې، سوات او دېر سیمو کارګران هم شامل دي، چې دا چاره د کارګرو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

دکمه بازگشت به بالا