بلوچستان کې د بریدونو پر مهال پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، د بلوچستان ایالت په دوو بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو له امله د یوه جګړن په ګډون پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

پاکستاني پوځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، جګړن توصیف احمد بهټي، فدا حسین، ذاکر حسین، سهیل احمد او محمد ایاز هغه سرتېري دي چې د بلوچستان د بارکان ولسوالۍ د نوشام سیمې په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد عسکر د وسله‌والو پر ضد د لټون او چاڼیزو عملیاتو پر مهال له برید سره مخ شوي دي.

بلخوا یو شمېر پاکستاني فعالان او شنونکي وایي، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان امنیتي وضعیت نور هم خراب شوی او په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.

د دوی په وینا، روان ناامني د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو لپاره ستره ننګونه ګرځېدلې او ګڼې سیمې د سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دکمه بازگشت به بالا