بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړی

بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني احضار کړی او د کونړ مرکز کې پر پوهنتون سربېره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي موخو او عامه ځایونو ترسره شویو بریدونو په تړاو یې رسمي اعتراض‌لیک ور سپارلی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان هوايي حریم نقض او پر ملکي وګړو بریدونه په کلکه غندلي او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض یې د نړیوالو اصولو خلاف او پاروونکی عمل بللی دی.

دغه وزارت همداراز د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له لوري رامنځته شوی، او ټینګار یې کړی چې د وضعیت ریښې باید په دقت سره وڅېړل شي.

بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق خوندي بولي او له پاکستاني لوري یې غوښتي چې له ورته کړنو ډډه وکړي، په داسې حال کې چې خبرداری ورکړل شوی د دغو اقداماتو دوام به ناوړه پایلې ولري.

دکمه بازگشت به بالا