بهرنیو چارو وزارت: په قطر کې مېشت افغانان دې هېواد ته ستانه شي

د بهرنیو چارو وزارت له هغو افغانانو غوښتي چې په قطر کې د امریکا وېزو ته په تمه دي، هېواد ته ستانه شي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان دې په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي او وروسته دې د نورو هېوادونو د تګ پرېکړه په عزت سره وکړي.
په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېڅوک به په زور بل هېواد ته نه لېږدول کېږي.
وزارت همداراز ویلي چې له نورو هېوادونو سره د افغانانو د حقونو د ساتنې او کونسلي خدماتو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې زرګونه افغانان په قطر کې د امریکا وېزو په تمه دي. په وروستیو کې هلته مېشتو کسانو هم د خپل برخلیک د روښانه کېدو غوښتنه کړې ده.

