بښنې نړۍوال سازمان: علي وزیر لا هم پر جعلي تورونو بندي دی

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر لا هم د «جعلي تورونو» له امله په زندان کې ساتل کېږي.

یاد سازمان نن (چهارشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي، پر علي وزیر د ترهګرۍ تور د پاکستان د حکومت له لوري لګول شوی، چې موخه یې د هغه چوپ کول او د سیاسي او مدني فعالیتونو محدودول دي.
په اعلامیه کې راغلي، علي وزیر له ۲۰۲۰ کال راهیسې څو ځله نیول شوی او دا مهال هم بندي دی.

بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې نوموړي د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې فعال رول درلود او د هغه روان وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا